روسیې خپل پرمختګ ته دوام ورکړی او د اوکراین یو بل مهم ښار اودیکا یې هم نیولی دی
باغی ټي وي رپورټ
روسیې خپل پرمختګ ته دوام ورکړی او د اوکراین یو بل مهم ښار اودیکا یې هم نیولی دی.
د رسنیو د راپورونو له مخې د روسیې له پوځ سره په جګړه کې ۱۵۰۰ اوکرایني پوځیان وژل شوي دي، د شمالي ښار دونیتسک د نیولو عملیات د ډګروال جنرال موردوف چوف په مشرۍ ترسره شوي دي.
د روسیې د دفاع وزارت وايي، د ایوودکا ښار ازادول به د دونیتسک پر پلازمېنې د اوکراین د پلوي برید مخه ونیسي.
د رسنیو د راپورونو له مخې د اوکراین په دغه ښارګوټي کې د روسیې تر ولکې لاندې ښار کې د جګړې له پیل راهیسې جګړه روانه ده او د دونیتسک په سیمه کې د اودیکا ښار شاوخوا ۳۲ کیلومتره مربع مساحت لري.
د اوکرایین د پوځ لوی درستیز د پوځي تجهیزاتو د نشتوالي له امله یوه ورځ مخکې له ایویداوکا څخه د وتلو اعلان وکړ.د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دونیڅک د ایودیوکا ښار د نیولو لپاره پوځ ته مبارکي وویله او دا یې یو مهم ګام وباله.