د پاکستان مسلم ليګ (ن) صدر شهباز شريف وئيلي دي چې بې ثباتي د هيچا په ګټه نه ده، د اقتصادي ګواښونه له منځه وړلو لپاره باید چې ټول د پاکستان لپاره په ګډه کار وکړي

0
59

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم ليګ (ن) صدر شهباز شريف وئيلي دي چې بې ثباتي د هيچا په ګټه نه ده، د اقتصادي ګواښونه له منځه وړلو لپاره باید چې ټول د پاکستان لپاره په ګډه کار وکړي.

د پنجاب او خېبرپښتونخوا د نوو منتخبو ازادو غړو سره د ملاقات په مهال شهباز شريف وويل چې ملک پخوا هم د بدامنۍ نه بچ کيده، اوس هم دا ترجيح ده، د چا ايجنډا انتشار ده هغه اوس هم افراتفري خپروي.

ده ووئيل چې نواز شريف تل د خپل قام او سياست نه د پاكستان او اولس د مفاد په اړه سوچ كوي٬ مونږ هڅه كوو چې هېواد له هر ډول نوي مصيبت او بحران څخه وژغورو.

شهباز شريف وويل دخيبرپښتونخوا پرمختيا غواړي، په خيبرپښتونخوا کې دترقۍ له لارې دترهه گرۍ قابو موندلى شي.
له پنجاب او خېبرپښتونخوا څخه نوي ټاکل شوي ازادو غړو له شهباز شريف سره تر ليدنې وروسته پاکستان مسلم ليګ (ن) کې د شاملېدو اعلان وکړ.

په مسلم لیګ (ن) کښې شامل شوؤ غړو کښې د این اے 92 بهکر نه آزاد امیدوار رشید اکبر نواني، د پي پي 90 بهکر نه احمد نواز نواني، د پي پي 92 او 93 بهکر نه عامر عنایت شاهاني، د پي کی 106 نه هشام انعام الله خان او د پي کے 90 بهکر نه نوي امیدواران شامل دي. له 82 څخه منتخب آزاد غړي ملک طارق اعوان هم شامل دي.

په دې موقع د خېبرپښتونخوا نه د صوبايي اسمبلۍ نوي منتخب شوي آزاد غړي ملک طارق اعوان وويل چې مسلم ليګ (ن) تل د ملک پرمختګ لپاره کار کړی او د نوازشريف او شهباز شريف په مشرۍ به ملک مخ په وړاندې وړي۔

Leave a reply