د پاکستان مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ د رابطې کميټو د ګډې غونډې دويم دور بشپړ شو.

باغی ټي وي ربورټ
د پاکستان مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ د رابطې کميټو د ګډې غونډې دويم دور بشپړ شو.
د ملاقات نه پس جاري شوي اعلاميه له مخې د مسلم ليګ ن او پيپلز پارټۍ ترمينځه د حكومت جوړولو په چارو پرمختګ شوې دې۔
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ هوکړه وشوه، چې نن به د همغږۍ د کمېټې درېيمه ناسته ترسره شي.
دواړه کمیټې به د خپلو سیاسي مشرتابه سره تر مشورې وروسته نن د خبرو دریم پړاو کوي.د سرچينې د معلوماتو له مخې، تمه ده چې دغه وړانديزونه به په درېيم پړاو کې نهايي شي.
ياده دې وي چې دوه ورځې وړاندې د حکومت جوړولو په اړه د دواړو ګوندونو د انسجام کمېټو تر منځ لومړۍ غونډه شوې وه چې پکې د باثباته وفاقي حکومت پر اړتيا هوکړه شوې وه.
دا هم باید په یاد ولرئ چې د پاکستان پیپلز ګوند اعلان کړی و چې د مسلم لیګ (ن) نوماند ته د رایې ورکولو ترڅنګ به په حکومت کې برخه نه اخلي.
پیپلز ګوند هم اعلان وکړ چې ګوند به یې د ولسمشر، د ملي اسمبلۍ د سپیکر او د مشرانو جرګې د رییس لپاره خپل کاندیدان معرفي کوي، په داسې حال کې چې لیګ به د خپلې تګلارې له مخې د کاندیدانو د نومولو پرېکړه کوي.






