ليفټننټ جنرل فيض حميد په دې ورځو کښې کور کمانډر پيښور ټاکل شوى ؤ اؤ دغه غونډه کې هم شامل نۀ وو: سرچینې

باغی ټي وي ربورټ
د پاکستان تحریک انصاف د حکومت خلاف د بې اعتمادۍ د تحریک په اړه د مولانا فضل الرحمان په تازه ادعاو نوي پوښتنې راپورته شوي دي.
مولانا فضل الرحمان په خپله مرکه کې د ۲۰۲۲م کال د مارچ په ۲۶مه د جنرال باجوه سره د ملاقات ذکر کړی دی چې په هغه وخت کې جنرال فیض حمید په آی ایس آی کې نه و.
دسرچينو ترمخه ليفټننټ جنرل فيض حميد په دې ورځو کښې کور کمانډر پيښور ټاکل شوى ؤ اؤ دغه غونډه کې هم شامل نۀ وؤ.
سرچينې وائي چې دجنرل باجوه اؤ ليفټننټ جنرل نديم انجم سره دمولانا فضل الرحمان په ليدنه کې بلاول بهټو اؤ نور مشران هم موجود وؤ، دغه ليدنه داسلام اباد په ائي ايس ائي ميس مارگله روډ شوې وه.
سرچينې وايي چې په دې غونډه کې اختر مينګل، شاه زين بګټي، د ايم کيو ايم خالد مقبول او نورو هم برخه لرله، په دې غونډه کې جنرال باجوه د اپوزيسيون له مشرانو وغوښتل چې د پي ټي ايي د بنسټګر پر وړاندې د عدم اعتماد تحريک بېرته واخلي.
سرچينې زياته کړې چې په دې غونډه کې جنرال باجوه اپوزيسيون ته وړانديز کړى و چې که د بې اعتمادۍ تحريک بېرته واخستل شي، نو لومړى وزير به استعفا کوي او د ټاکنو اعلان به کوي، خو په دې غونډه کې بلاول بوټو او مولانا فضل الرحمن د عدم اعتماد د تحريک له بېرته اخيستلو انکار وکړ.
ياده دې وي چې يو شخصي ټي وي سره په يوه مرکه کې مولانا فضل الرحمان څرګنده کړې وه چې د عمران خان د حکومت په ضد د عدم اعتماد تحريک د پوځ د پخواني مشر جنرل ريټائرډ باجوه په امر راوړل شوی دی.
مولانا فضل الرحمان وويل چې د عدم اعتماد تحريک په وخت کې جنرال ريټائرډ باجوه او ليفټننټ جنرل ريټائرډ فيض حميد په رابطه کې وو، فيض حميد هغوي ته راغلى او ورته يې وويل چې د نظام په دننه کې چې څه کول پکار دي هغه دې وشي، ن ليگ او پيپلز پارټۍ مهر شوی، زه پخپله د بې باورۍ په حق کې نه وم.






