د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر فیصل کریم کنډي د مولانا فضل الرحمان د بیان په غبرګون کې ویلي دي چې پي ټي آئي او جے یو آئی خپل بیان او دریځ ښځ کړ دې.

باغی ټي وي ربورټ
د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر فیصل کریم کنډي د مولانا فضل الرحمان د بیان په غبرګون کې ویلي دي چې پي ټي آئي او جے یو آئی خپل بیان او دریځ ښځ کړ دې.
خپل بيان کښې د پيپلز پارټۍ مشر فيصل کريم کنډي وئيلي دي چې مولانا دې خلکو ته ووايې چې دا دھرنا د چا په غوښتنه او د چا په امر ختم کړے شو؟
نوموړي په خپله وینا کې زیاته کړې، چې مولانا باید دا هم ووايي، چې د حکومت له ختمېدو وروسته په دې حالاتو کې تر ټولو زیاته ګټه چا ته رسېدلې ده.
فیصل کریم کنډي وویل چې مولانا باید د دولتي وسائلو په اړه چې ده لوت کړي دي نو باید هم حقیقت بیان کړي.
هغه وويل که د مولانا زوى له ټانک څخه بريالى شوى واى، نو مولانا به ويلي واى، چې که نظام همداسې دوام وکړي، موږ به د حکومت ملګري يو.
نن د جيو نيوز پروګرام سره په خبرو کې د پيپلز پارټۍ سينئر مشر قمر زمان کائره وويل د شکايتونو نه پس خبرې هغه وخت زياتې معنې لري کله چې د پي ټي ائي په ضد د عدم اعتماد د تحريک په اړه غونډه کيږي. مولانا فضل الرحمن یې مشري کوله.
هغه د مولانا فضل الرحمان په بیان رد عمل کې وویل که فیض حمید مولانا فضل الرحمان ته ویلي وای چې په نظام کې دننه څه کول پکار دي نو د دې مطلب به دا وي چې مونږ به د پي ټي ائي د بانی په ملاتړ لاسونه پورته کړو نو دا مطلب چرته راغی. فیض حمید د عدم اعتماد ملاتړ کاوه؟
ياده دې وي چې يو شخصي ټي وي سره په يوه مرکه کې مولانا فضل الرحمان څرګنده کړې وه چې د عمران خان د حکومت په ضد د عدم اعتماد تحريک د پخواني آرمي چيف جنرل ريټائرډ باجوه په امر راوړې دې






