د بې اعتمادۍ ټوله پروسه په مکمله توګه په آئيني ډول ترسره شوې او مونږ د پي ټي ائي باني عمران خان په آئيني ډول د څوکۍ څخه لرې کړو او واک ی ختم شو: مریم اورنګزیب

باغی ټي وي رپورت
د پاکستان مسلم ليګ (ن) وياندې مريم اورنګزېب د مولانا فضل الرحمان په بيان رد عمل کې وئيلي دي چې د بې اعتمادۍ ټوله پروسه په مکمله توګه په آئيني ډول ترسره شوې او مونږ د پي ټي ائي باني عمران خان په آئيني ډول د څوکۍ څخه لرې کړو او واک ی ختم شو.
نن د جيو نيوز په پروګرام کې شاهزيب خانزاده سره خبرو کې هغه وويل چې نه زه هلته وم او نه مې د هغو پېښو په اړه څه اورېدلي چې مولانا ورته اشاره کوي.
هغې زیاته کړه چې د نواز شریف سیاست پای ته نه دی رسېدلی، د هغه سیاسي میراث دا دی چې هغه د پاکستان لومړی وزیر او د پنجاب ایالت اعلی وزیر نوموي.په خپل يو بيان کې د پاکستان تحريک انصاف وياندې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د پي ټي آئي مشران کله وايي چې دپيپلز پارټۍ سره رابطه لري، کله بيا وايي چې رابطه نه لري او بيا وايي چې دپيپلز پارټۍ سره دي. مسلم ليګ ن به رابطه نه کوي، څوک دې پوښتنه وکړي چې چا ورسره تماس نيولی دی؟
هغې زیاته کړه، دا کسان کله د ۱۸۰ څوکیو د ګټلو ادعا کوي، کله بیا د ۱۵۰ څوکیو د ګټلو ادعا کوي او کله بیا وايي چې حکومت جوړوي، بیا به حکومت جوړوي.
مريم اورنګزېب وويل د پي ټي ائي مشران وايي په خيبرپښتونخوا کې اليکشن کميشن هيڅ درغلي نه ده کړې.
د مسلم ليګ ن وياند زياته کړه چې په خېبرپښتونخوا کې ټول ٤٥ فارمونه سم دي، په پنجاب کې چې يې ماتې خوړلې، ټول ٤٥ فارمونه جعلي دي او چېرته يې ګټلي، ټول ٤٥ فارمونه سم دي، دا ی د ذهن څه حالت دى؟






