د پيښور هائي کورټ د رجسټرډ افغان نرښځیانو نه ځورولو حکم جاري کړی دی
باغي ټي وي رپورټ
د پيښور هائي کورټ د رجسټرډ افغان نرښځیانو نه ځورولو حکم جاري کړی دی.
جسټس شکیل احمد او جسټس وقار احمد د پيښور هائي کورټ کښې د 16 افغان نرښځیانو د وطن واپسئ خلاف درخواست سماعت کړے دے۔
د اورېدنې پر مهال د درخواست کوونکي وکيل دريځ خپل کړ چې حکومت پرېکړه کړې چې ټول بهرنيان به بېرته خپل وطن ته ولېږل شي خو بل اړخ ته افغانستان کې د نرښځيانو ژوند په خطر کې دی.
د درخواست کوونکي د وکيل په موقف عدالت پوښتنه وکړه چې آيا دغه بهرنيان نادرا سره رجسټر دي؟
د عدالت د استفسار په مهال د درخواست کونکي وکيل وويل د پي او آر کارډونو او اسنادو باوجود افغان نرښځيان ځورول کيږي او رجسټرډ افغان کډوال هم ځورول کيږي۔
په دې اړه عدالت امر کړی چې که افغان نرښځیان اسناد لري نو نه دې ځورول کېږي او که سندونه لري نو په پاکستان کې دې پاتې شي.