په کندهار کښې ښځینه زده کوونکو د طب زده کړې مکمل کړي

0
276

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان ولایت کندهار نه په رسنیو داسې تصویرونه او راپورونه خپاره شوي دي چې ښایی چې په دې ولایت کښې ګنړ شمیر جونه د طب د زده کړو څځه فارغې شوي دي اود ګریجویشن سرټیفیکیټ ی ترلاسه کړي دي.

په ټویټر رسنې د یو راپور مطابق په کندهار کښې په ګنړ شمیر کښې جونه او ناریه زده کوونکو د طب او حقوقو زده کړې مکمل کړې.
د راپور مطابق د کندهار په ملالیی پوهنتون کښې یو غونډه ترسره شوي چرته چې ددې زده کوونکو پلارانو، مشرانو، زده کوونکو او ځوانانو ګډون وکړو.
په دې غونډه کښې یو پلار خپلې لور ته هم د ګریجویشن سرټیفیکیټ په خپلو لاسو ورکړو او دې ښځینه زده کوونکې د په غونډه کښې برخه اخستونکو نه داد واخست.


په دې تصویر کښې لیدۍ شي چې د کندهار د ملالۍ شخصي پوهنتون ښځینه زده کوونکې د خپل پلار نه د ګریجویشن سند واخست. د یادونې ده چې که یو طرف نړۍ په امارت اسلامی خلاف پروپیګنډې کوي چې دوی ښځینه زده کوونکې زده کړو ته نه پریږدي نو بل طرف بیا په کندهار کښې د ملالۍ پوهنتون نه دومره په ګنر شمیر کښې ښځینه زده کوونکو د ګریجویشن سند ترلاسه کړو چې دا ښایی چې د اسلامی امارت نظام او مشران د ښځو او جونو د زده کړو خلاف نه دي.

Leave a reply