د افغانستان تایکوانډو لوبډله د تورخم له لارې پاکستان ته داخل شول

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان قومي د تایکوانډو ټیم چې ټول پکښې ۳۴ لوبغاړی او نور د ټیم منیجران وو، نن په پاک افغان پوله تورخم پاکستان ته راغې ، په افغان ټیم کښې لوبغاړي او د افغان ټیم منیجران شامل وو.
په تورخم کښې د سرکاري سرچینو ترمخه د افغانستان تایکوانډو کراټې ټیم به د پاکستان پایه تخت اسلام آباد ته سفری وکړی چرته به چې افغان ټیم په یو کراټې جام کښې ګډون وکړي.
د یادونې ده چې څو تیره میاشت د افغانستان د ښځینه د فټ بال ټیم هم د تورخم له لارې پاکستان ته راغې او دې نه وړاندې د افغانستان نه ۱۹کالو کم ټیم لوبغاړي هم د تورخم له لارې پاکستان ته راغلل چې بیا روسته بنګله دیش ته لاړل.
یاده دې وی چې د امریکا او د نیټو ځواکونو د افغانستان نه د وتلو نه پس پاکستان په افغانستان کښې سفارتي هلي ځلې او سفارت نه دې تړلې او د بهرنیو ځواکونو ، د بهرنیو هیوادونو د وګړو په ویستلو کښې ی شپه او ورځ خدمت وکړو، د تورخم له لارې د بهرنیو هیوادونو وګړو او د بین الاقوامی مرستندونه ادارو کسانو ته لار ورکول کیږي چې د تورخم له لارې پاکستان ته راشي او بیا ددې هیواد نه خپلو هیوادونو ته ستانه شي.







