ازبکستان نه تجارتي قافله د تورخم لارې پاکستان ته را ورسیده
نصیب شاہ شینواری
پاکستان او د مځنې ایشیا د هیوادونو سره د دوه اړخیز تجارت په سلسله کښې نن د تورخم په پوله د ازبکستان نه د تجارتي توکو نه ډګ کانټینر ګاړي پاکستان ته راداخل شول، پاکستان چارواکو دا تجارتي توکو پاکستان ته راړونکو ټرانسپورټرانو ته ښه راغلاست اووی او ددوی تود هرکلۍ ی وکړه.
په تورخم مقرر د چارواکو مطابق ۴ کانټینر ټرکونو چې د تجارتي توکو ډک وو، دې ګاړو مالکانو او نورو سوداګرو ته قومي امنیتي مشاور معید یوسف او د تجارت مرستیال عبدالرزاق داود په خیر راغلې اوویل او ددوی میلمستیا ی وکړه.
په دې موقع د ازبکستان سیکوریټي چارواکۍ لیفټننټ جنرل محمود ، آیی جی ایف سی میجر جنرل عادل یامین، کمانډنډنټ خیبر رایفلزکرنل رضوان او نور مهم چارواکی هم موجود وو.
په دې موقع مشیر تجارت اوویل چې پاکستان غواړي د افغانستان او هم د افغانستان په لار د منځنې ایشیا هیوادونو سره تجارته ته وده ورکړي، هغه زیاته کړه چې په دې لار تجارت به ددې هیوادونو قومي خزانو او اقتصاد ته ډیره وده ورکړی او ددوی هیودونو اولس ته به هم ډیره ګټه ورسي.
یاده دې وی چې ورځې وړاندې هم د پاکستان کراچۍ نه د پاکستان د صادراتي توکو نه ډک کانټینر ټرکونه د ایران په لار ترکی استنبول ته ورسیدل، په دې موقع هم تجارتي مرستیال عبدالرزاق داود یو بیان جاری کړې وو چې پاکستان غواړي چې د ګاونډی ملکونه سره ښې تجارتي اړیکې ولری چې ددې هیوادونه معیشت وده وکړه او دا هیوادونه په اقتصادي توګه مضبوط شي.