امریکايي پوځ په عراق او سوریه کې پر ۸۵ ځایونو هوايي بریدونه کړي، په عراق کې یو ملکي وګړی وژل شوی او په سوریه کې ګڼ ولسي وګړي ټپیان شوي دي

0
119

باغی ټي وي رپورټ
امریکايي پوځ په عراق او سوریه کې پر ۸۵ ځایونو هوايي بریدونه کړي، په عراق کې یو ملکي وګړی وژل شوی او په سوریه کې ګڼ ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

امریکايي چارواکو پر ایران پلوه ملیشو د نورو بریدونو ګواښ کړی او ویلي یې دي چې دا بریدونه د امریکايي پرسونل د وژلو په غچ کې دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په خپله وینا کې وویل چې زموږ غبرګون نن پیل شو او په راتلونکي کې به هم د خپلې خوښې په وخت او ځای کې دوام وکړي.

د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې په اردن كې د امريكايي پوځيانو پر اډې د بې پيلوټه الوتكې په بريد كې ۳ امريكايي پوځيان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي وو.

امریکايي چارواکو CNN ته ویلي، چې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې پوځیان وژل شوي او تر دوو درجو زیات ټپیان شوي دي.
دا په منځني ختیځ کې پر غزې د اسرائیلو د برید له پیل راهیسې لومړی امریکايي پوځي وژل شوی دی.

امریکايي چارواکو ویلي، د بې پیلوټه الوتکې برید د سوریې پولې ته څېرمه په اردن کې د امریکا پر یوې پوځي اډې شوی، چې دا برید په عراق او سوریه کې د ایران له ملاتړه برخمنو وسله والو ډلو کړی دی.

امریکايي چارواکو د برید پړه پر ایران اچولې، خو ایران د امریکا تورونه رد کړي دي.

وروسته په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته د وینا پر مهال د امریکا ولسمشر جوبایډن وویل، امریکا پرېکړه کړې چې په اردن کې د درېیو پوځیانو د وژل کېدو په اړه څه ډول او کله ځواب ورکړي.

د امریکا د ملي امنیت ویاند جان کربي هم پر امریکايي پوځیانو د برید په غبرګون کې ویلي، چې دوی له ایران سره جګړه او په سیمه کې د جګړې لمن نه غواړي، بلکې دوی غوره کوي چې په خپل مهال وېش، وخت او طریقه به ځواب ورکړي.

Leave a reply