د جمعیت علمای اسلام (جے یو آئی) د مشر مولانا فضل الرحمان د زوی مولانا اسد محمود په حق کې د مسلم لیګ (ن) او عوامي نېشنل ګوند کاندیدان له ټاکنو شاته شو ي دي

باغی ټي وي رپورټ
د جمعیت علمای اسلام (جے یو آئی) د مشر مولانا فضل الرحمان د زوی مولانا اسد محمود په حق کې د مسلم لیګ (ن) او عوامي نېشنل ګوند کاندیدان له ټاکنو شاته شو ي دي.
ډيره اسماعيل خان کښې د پريس کانفرنس په مهال مولانا اسد محمود اوويل چې اين اے 43 کښې د مسلم ليګ (ن) او اے اين پي اميدواران زما په حق کښې وتلي دي۔
ده ووئيل چې د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ حلقه پي کے 115 نه د جے يو آئي په حق كښې د مسلم ليګ ن كانديد اکبر ګنډاپور استعفا كړې او د دې تر څنګ عبدالرحيم هم د پي كې 112 حلقې نه استعفي وركړې ده۔
ده ووئيل چې هغه د مسلم ليګ ن او اے اين پي د قيادت او كانديدانو مننه كوي۔
مولانا اسد محمود وويل چې د پي ټي ائي باني د خپل چلند له وجې ملک دې حالت ته راوستی ؤ، هغه پخپله دا کار شروع کړی ؤ چې نن ورته رسېدلی دی.
ياده دې وي چې مولانا اسد محمود د قومي اسمبلۍ حلقه اين اے ٤٣ ټانک نه د جمعيت علمائے اسلام ف اميدوار دے.





