د نوي کراچۍ په سيمه کې د دوو سياسي ګوندونو تر منځ د شخړې پر مهال د ډزو له امله يو ١٢ کلن ماشوم وژل شوى

0
117

باغی ټي وي ربورټ
د نوي کراچۍ په سيمه کې د دوو سياسي ګوندونو تر منځ د شخړې پر مهال د ډزو له امله يو ١٢ کلن ماشوم وژل شوى او درې ځوانان ټپيان شوي دي، پوليسو د پېښې مقدمه درج کړې ده.

دپوليسو ترمخه دنيوي کراچۍ سيکټر 11J کې په واده کې گډون کوونکو کسانو ديو سياسي ګوند پوسټر وغورځول چې له امله يې ددواړو سياسي گوندونو ترمينځ داختلاف مقدمه درج کړل شوې ده.

د پوليس ترمخه د پي پي کارکن يوسف په شکايت د ايم کيو ايم د دريو کارکنانو او پنځلس نه تر شلو نامعلومو کسانو په ضد مقدمه درج کړے شوي ده۔

دپوليسو دڅرګندونو له مخې: د ډزو او دچړو له امله د دوو ماشومانو په ګډون ٣ تنه ټپيان شوي دي.

د ایم کیو ایم مشر خواجه اظهر په کراچۍ کې د ډزو پېښې په اړه خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې د نگران حکومت هیڅ رول نه ویني، د پیپلز ګوند خلکو زموږ د ګوند بیرغونه ښکته کړل، وهل ډبول شول، وسله والو یو ځل بیا پر ښار بریدونه وکړل. ایم کیو ایم په نښه کول.

ده ووئيل د پوليس او آئي جي سندھ نه د پيپلز پارټۍ د تور پسونو نه د خلاصون غوښتنه كوي، د كراچۍ امن نور دوام نه لري، وسله والو ډلو ته دې قابو كړې شي۔

Leave a reply