د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) اطلاعاتو سیکرټري رؤف حسن د ګوند پلان ډي افشا کړی دی

0
164

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) اطلاعاتو سیکرټري رؤف حسن د ګوند پلان ډي افشا کړی دی.

د جيو نيوز په پروګرام نوي پاکستان کې رؤف حسن د ګوند د پلان ډي په اړه د خبرو پر مهال وويل، چې تر ټاکنو وروسته به د پي ټي ايي بريالي کانديدان له اتحادي ګوند سره يو ځای شي.

هغه وويل چې په دې برخه کې درې ګوندونه په نظر کې دي او په دې برخه کې له يادو ګوندونو سره هم خبرې شوې دي.
د ګوندونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې هغه وويل، دومره هېر نه دى چې د دغو ګوندونو نومونه ووايي.

نوموړي تر دې مخکې له خبريالانو سره په خبرو کې وويل، چې د ډېرو هېوادونو سفارتونو ډاډ ورکړى، چې په هېواد کې به ټاکنې رڼې او عادلانه وي.

د دې اعلان په مهال چې پي ټي آئي به ځنډول شوي انټر پارټيز انتخابات ژر تر سره کړي، هغه وويل چې کله هم د انټرا پارټيز انتخاباتو لپاره کارکنان راوبلل شي نو دفترونه يې سيل کوي.

رؤف حسن وويل د پاکستان دتحريک انصاف دننه پارټي انتخابات به په مناسب وخت ترسره کيږي.

Leave a reply