د پاکستان تحریک انصاف بانی غړي اکبر ایس بابر عمران خان ته د روغې جوړې وړاندیز کړی دی

0
60

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف بانی غړي اکبر ایس بابر عمران خان ته د روغې جوړې وړاندیز کړی دی.

اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال اکبر ايس بابر وويل چې دپي ټي ائي باني چيئرمين ته يې وړانديز کړى دى، د روغې جوړې لاره پکار ده.

هغه وويل، چې بنسټ ايښودونکي بايد درې استازي او يو وکيل وټاکي، موږ هم د يوه وکيل په ګډون درې استازي ټاکو، دا استازي سره کېني او چوکاټ جوړ کړي، اوس بايد مخکې لاړ شو، د ګوند شيرازه خوره شوې ده.
هغه وويل موږ هيڅ ډول غوښتنه نه کوو، اساسي اصول بايد وضع شي، که هر څومره وخت ونيسي.

اکبر ايس بابر وويل تحريک انصاف دقبائيلي ډلې لخوا مسلط کيږي کومه چې نۀ غواړي جمهوري پارټي شي، مونږ ورته دراتللو لاره ورکړې ده

Leave a reply