د پاکستان پيپلز پارټۍ مشرې آصفه بهټو زرداري وئيلي دي چې د افسوس خبره ده چې د سانګړ خلقو ته د سانګړ خپل ګیس نه ترلاسه کیږي

باغی ټي وي ربورټ
د پاکستان پيپلز پارټۍ مشرې آصفه بهټو زرداري وئيلي دي چې د افسوس خبره ده چې د سانګړ خلقو ته د سانګړ خپل ګیس نه ترلاسه کیږي.
په سانگهڙ کې د شازيه مري د انتخابي کمپاين په مهال زنانه ورکرانو ته د وينا په مهال آصفه بهټو وويل د شهيد بېنظير بهټو لمړۍ ايجنډا خلکو ته امداد ورکول ؤ، بلاول هم د خلکو د حقونو دپاره مبارزه کوي.
ده ووئيل چې په سنګر كښې به NICVD هم جوړېږي، كسان كارډ او يوتھ كارډ به وركړې شي، پيپلز پارټې تل د غريبانو لپاره سوچ كړې او د هغوي خدمت يې كړې۔
آصفه بهټو هم د سانګړ سيمې کهپرو ته هم لاړله او د پي ايس 41 نه د اميدوار علي حسن هنګورجو په کور کښې د زنانو کارنر غونډې ته وينا هم وکړه.
هغې وویل چې تیر ۲۰۱۳ او ۲۰۱۸ ټاکنو کښې هم تاسو ګټلې وه او تاسو باید د فبرورۍ په اتمه نیټه هم د غشي په نښه ټاپه وهلو سره یو ځل بیا بریالي شې.






