د مسلم ليګ ن مشر خواجه سعد رفيق په بلاول بهټو نيوکه کړې ده او وئيلي يې دي چې يو مېلمه د سندهـ نه راغلى دى او هغه هم د پي ټي ائي د باني په لاره روان دى اؤ بده ژبه کاروي.

0
71

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن مشر خواجه سعد رفيق په بلاول بهټو نيوکه کړې ده او وئيلي يې دي چې يو مېلمه د سندهـ نه راغلى دى او هغه هم د پي ټي ائي د باني په لاره روان دى اؤ بده ژبه کاروي.

په چنګي امر سدهو کې يوې کارنر غونډې ته په وينا کې سعد رفيق وويل چې پنجاب به يو ځل بيا په نواز شريف د خپل ايمان او مينې څرګندونه کوي.

ده زياته کړه چې د پي ټي ائي له باني سره چې څه کيږي هغه سزا ده، مونږ پرې خوشحاله نۀ شو خو چا چې مونږ په جيلونو کې واچول هغوئ به خوږې خوړلې، اوس ځينې د قانون منګولو ته راغلي او ځينې به د الله جل جلاله په لاس کې وي.

هغه وویل، پاکستان د غچ او انتقام وخت نه لري، موږ باید په ګډه له غربت سره مبارزه وکړو، هرکله چې ولس موږ ته په خپله رایه عزت راکړې نو د اولس رایه مو نه ده ضایع کړې .

Leave a reply