د پاکستان مسلم ليګ (ن) سيکرټري جنرل احسن اقبال وئيلي دي چې دده ګوند به په پنجاب کښې په اسانۍ سره تر سلو زياتې څوکۍ ترلاسه کړي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم ليګ (ن) سيکرټري جنرل احسن اقبال وئيلي دي چې دده ګوند به په پنجاب کښې په اسانۍ سره تر سلو زياتې څوکۍ ترلاسه کړي.
د جيو نيوز پروګرام نن شاهزيب خانزاده سره په خبرو کې نوموړي وويل اتحاد په ټولو صوبو کې بدلونونه راوستي دي، دغه اتحاد به په قومي اسمبلۍ کې اکثريت ترلاسه کوي.
دپيپلز پارټۍ سره دممکنه اتحاد په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل پيپلز پارټۍ په واکمن اتحاد کې شامليږي که نه دا به دانتخاباتو په نتيجو پورې اړه لري خو بلاول بهټو کشتۍ سوځولې دي.
ياده دې وي چې د برطانيې براډکاسټنګ کارپوريشن ته په يوه مرکه کښې د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمين بلاول بهټو زرداري وئيلي وو چې که چرې اتحادي حکومت جوړ شي نو د پي ټي آئي او مسلم ليګ نون نه به هم ملاتړ کوي، عمران خان او نواز شريف پخوانې ساست کول غواړی او دا خلک د خپلو شخصي غرور له امله جمهوریت او ریاست ته زیان رسوي.
بلاول بهټو زرداري وويل دپي ټي ايم له کردار څخه دمخه مايوسه شوى وؤ نۀ، مونږ ټولټاکنې اؤ جمهوريت ته ډيره په سنجيدګۍ سره اخلو.





