د مسلم ليګ (ق) سنده صدر او د کراچۍ حلقه اين اے 241 څخه کانديد طارق حسن د پيپلز پارټۍ د کانديد اختر بيګ په حق کې د ټاکنو وروسته شوې دې.

0
169

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ق) سنده صدر او د کراچۍ حلقه اين اے 241 څخه کانديد طارق حسن د پيپلز پارټۍ د کانديد اختر بيګ په حق کې د ټاکنو وروسته شوې دې.

طارق حسن د پيپلز پارټۍ مشر سعيد غني او سېنېټر وقار مهدي سره په يو مطبوعاتي کانفرنس کې د پيپلز ګوند د کانديد په حق کې د خپلې استعفا اعلان وکړو.

په دي موقع سينيټر وقار مهدي اوويل چي خيرپور او جيکب آباد کښي هم د مسلم ليګ (ق) اميدواران د پيپلز پارټئ په حق کښي واپسي کوي۔
سينيټر وقار مهدي وويل په خيرپور او جيکب اباد کې هم د مسلم ليګ (ق) کانديدان د پيپلز پارټۍ په حق کې وتلي دي.

بل اړخ ته د جمعیت علمای پاکستان مشر صاحبزاده ابوالخیر زبیر هم حیدر آباد نه د پیپلز پارټۍ سره اتحاد کولو لپاره د پی پی امیدوار په حق کښې د وتلو اعلان کړے دے.

صاحبزاده ابوالخیر وویل چې د خلکو ګوند په حقه دی او بشپړ ملاتړ به یې کوي.په دې موقع دپيپلز پارټۍ مشر شرجيل ميمن وويل دجمعيت علماء پاکستان ټول هيواد کې دپيپلز پارټۍ اميدواران يوځاى کيږي.

Leave a reply