حیات آباد کښې د کرکټ په میدان کار د ختمیدو په آخری مرحله کښې دې

0
183

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا د پیښور ښار په حیات آباد سپورټ کمپلیکس کښې د کرکټ په میدان باندې پیل شوې تعمیراتي کار د ختمیدو په مرحله کښې دې، دا کرکټ میدان د کرکټ لوبې په بین الاقوامي اصولو جوړ شوې دې.

د خیبر پښتونخوا د پرمختایی پروژ د پلاننګ او ډویلپمنټ سرکار ټویټر په پانړه داسې خبر خپور شوې دې چې په حیات آباد کښې د کرکټ دغه د لوبو میدان کار په آخري مرحله کښې داخل شوي دې او ډیر زر په دې میدان کښې د کرکټ لوبې مقابلې هم پیل شي.
په ټویټر پانړه لیکی چې په دې میدان کښې د کرکټ لپاره د پچ جوړولو کار پیل شوي دې او دغه شان به دا کار هم زر سر ته ورسی. یاده دې وی چې په ټوله صوبه خیبر پښتونخوا کښې د وزیراعظم عمران خان په حکم د ۱۰۰۰ سپورټس میدانونه او سهولتونو پروژې باندې هم کار پیل شوي دې.
د رسنیو د راپورونو مطابق په دې ۱۰۰۰ سپورټس سهولتونو کښې ډیر د لوبو میدانونه او نور د لوبغاړو لپاره سهولتونه او استانتیاوي ورکړې شوی دي او نور د مکمل کیدو په مرحه کښې دي، د سپورټ دفترونو او چارواکو مطابق دا کارونه به هم مکمل شی او د ځای سیمو ځوانان او لوبغاړي به د لوبو په شان یو مثبت او ښه کار کښې بوخت شی او دوی به د نشې نه وساتل شي.

Leave a reply