لنډیکوتل کښې د دوایی دوکاندارانو او سوداګرو د ناجایز ټیکس اخستو په ضد احتجاجی مظاهره کړې

0
161

باغي ټي وي رپورټ
د خېبر ضلعې په لنډي کوتل تحصيل کښې د داروګانو د کاروبار سره تړلو مالکانو او نورو دوکاندارانو په لنډي کوتل بازار کښې د دوائي کمپنيو لخوا د ټيکس اخستلو په ضد احتجاجي مظاهره کړې ده.

د تفصیلاتو ترمخه د لنډي کوتل هسپتال چوک او بازار کښي د ميډيسن سټور، کيمسټ اينډ ډرګسټ ايسوسي ايشن لخوا د پرائيويټ دوائي کمپنيونو د ايډوانس ټيکس جمع کولو په ضد احتجاجي مظاهر کښې په ګنر شمیر کښې د دوایی دوکاندارانوبرخه واخسته او غوښتنه ی وکړه چې دا مالیه اخستل غیرقانوني او ناجایز دې.

داحتجاج په دوران د هسپتال چوک او بازارکښې د دوایی دوکاندارانو خپل دوکانونه بند کړي وو، د احتجاجي لاریون نه پس په لنډي کوتل پريس کلب کښي خبري غونډې ته د لنډي کوتل کيمسټ اينډ ډرگسټ ايسوسي ايشن مشر فضل الرحمان آفريدي، احمد شینواری. طاهر خان. سراج. یوازې شاه اپریدی، حکمت علي شينواري او د اتحاديې نورو مشرانو اوويل چې د داروګانو شخصي کپنیو له اړخه دوی نه د تېرو شپږو مياشتو راهسې د ماليې غوښتنه شي، دوی اوویل چې کال ۲۰۲۳ پورې په قبایلی سیمو کښې مالیه معاف ده او ددوی د ټیکس غوښتنه غیرقانوني او ناجایز ده.
دوکاندارانو غوښتنه وکړه چې دا ناجایز ټیکس دې ددوی نه وا نه خستل شی، دوی ګواښ وکړو که چرې د ټیکس اخستو فیصله ی واپس وا نه خسته نوی دوی به د داروګانو دوکانونه وتړي.

Leave a reply