د قومي ډیفنس یونیورسټۍ پلاوي د تورخم بارډر دوره وکړه

0
115

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان په پایه تخت اسلام آباد کښې د این،ډي ،یو( نیشنل ډیفنس یونیورسټي) د قامي دفاع پوهنتون یو پلاوي د پاک افغان بارډر تورخم دوره وکړه، د پلاوي غړو ته په تورخم بارډر د امنیتي ګامونو او د ازغن تار په اړه بریفنګ ورکړۍ شو.

د این ډي یو پوهنتون ۶۵ کسیزې پلاوي غړو ته په مچني چیک پوسټ د تورخم د پولې ټرمينل منيجمنټ سيسټم، د پولې د اغزن تار لګولو او په تورخم کې د پاک افغان پولې د موجوده صورتحال په اړه معلومات ورکړل شول.
د نیشنل ډیفنس یونیورسټۍ پلاوي ته د تورخم پولې د ایمپورټ او ایکسپورټ ټرمینل د انتظام لپاره د قانون نافذونکو ادارو او نورو حکومتي ادارو د کردار په اړه هم معلومات ورکړل شول.
په تورخم کښې د سرکاری سرچینو مطابق پرون په ۲ نومبر د افغانستان نه ۲۹۶۲ افغانان پاکستان ته په قانوني توګه راداخل شوي دي، په دې افغانانو کښې ۳۱ افغانان مریضان هم شامل وو او دوی سره ۲۴ ددوی خپلوان هم شامل وو چې پاکستان کښې دې مریضانو خیال وساتي.

Leave a reply