په پیښور کښې خوراکي توکي ذخیره کولو سوداګرو په ضد د کاروایی اعلان

0
258

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخو په ستر ښار پیښور کښې د هغه دوکاندارانو او سوداګرو په ضد د قانوني قدم اخستلو فیصله شوې ده چې خوراکي توګي به ګران قیمت خرڅولو لپاره دا خوراکی توکي لکه اوړه، غوړي او دال ذخیره کوي او بیا ی په ګران قیمت خرڅوي.

د بورې، اوړو، غوړیو، دال په ګډون د خوراکي توکو ۴۵۰ زېرمه کوونکي په نښه شوي دي. وفاقي او صوبائي حکومتونو د ذخيره خور تاجرانو په ضد د کاروائي کولو فيصله کړي ده او د دوي د ګودامونو او دوکانونو په خاصه توګه سرويلنګ شروع کړے شوي دي۔
په رسنیو کښې د چاپ یو رپورټ مطابق په پیښور کښې د بورې، اوړو، غوړي او دال په ګډون د خوراکي توکو ۴۵۰ داسې دوکانداران او سوداګر چې دا توکي ذخیره کوو، حکومتي چارواکو ته په نښه شوي دي.
د راپور مطابق وفاقي او صوبائي حکومتونو د ذخيره کوونکو تاجرانو په ضد د کاروائي کولو فيصله کړي ده او ددې سوداګرو او دوکاندارانو د ګودامونو او دوکانونو په ځانګړې توګه څارنه پیل شوي ده.
د رپورټ مطابق هره ورځ د پنجاب څخه د راغلو پیښور ته د لويو ټرکونو د راتګ تفصيلات ترلاسه کيږي ، په دې ځایونو کښې اشرف روډ، رامپوره، فقير آباد، جي ټي روډ، کوهاټ روډ، چارسده روډ، پيپل مارکيټ، حيات آباد، ټاؤن او د ښار په مختلفو سيمو کې په اول اول کښې 450 غټې ذخيرې موجودې دي.
د رپورټ مطابق هغه کسان وپیژندل شول چې اوړه، بوره، غوړي، دال او نور خوراکي توکي ذخیره کړي او په راتلونکې وخت کښې ی په ګران قیمت خرڅ کړي.

Leave a reply