بلدیاتي ټاکنې دې د پارټیو په بنیاد وشی: د پيښور هایی کورټ حکم

0
136

باغي ټي وي رپورټ
د پیښور هایی کورټ حکم جاري کړې دې چې په خیبرپښتونخوا کښې د بلدیاتي ټاکنې د سیاسي جماعتونو په بنیاد وشي، عدالت دا انتخابات په غیرسیاسی بنیاد کولو فیصله غیرقانوني اعلان کړې ده او ویلي ی دا چې دا ټاکنې دې د سیاسي جماعتونو په اساس وشي.

په رسنیو کښې د چاپ راپور مطابق د جسټس روح الامين، جسټس اعجاز انور او جسټس ارشد علي په درې کسيزه بنچ مشتمل د خېبرپښتونخوا بلدياتي انتخاباتو 2019 په ضد دائر درخواستونو جزوي منظوري ورکړه او په دې لړ کې يې حکم جاري کړو.
د راپور مطابق سینیټر مشتاق احمد، عنایت الله خان، پخوانی وزیر اعلی اکرم خان دراني، حمیت الله مایار او نورو د خیبر پښتونخوا د لوکل گورنمنټ قانون ۲۰۱۹ خلاف درخواست جمع کړې وو او ددې درخواستونو قاضی جواد احسان الله، خوشدل خان، غلام محی الدین، زاهد سلطان خان منهاس وکیلانو تعقیب وکړو.
په دې درخواستونو کښې وئيلي شوي وو چې د لوکل گورنمنټ ايکټ 2019 کښې ضلعي کونسل ختم کړے شوے او تحصيل کونسل ی جوړ کړې دې چې دا د آرټیکل ۱۴۷ او ۱۷ نه سرغړونه ده.
په درخواستونو کښې لیکلی وو چې ددې بدلونونو نه دا مقصدی دې چې مقامي نمانیدګانو څخه واک او اختیار واخستل شی او بيوروکرریټس ته دا اختیارات ورکړې شی او هم ددې بدلون په وجه په دې درخواستونو کښې د دې اقدام د لغوه کولو غوښتنه وشوه.
په رسنیو کښې چاپ راپوروایی چې درې کسيزه لارجر بينچ دلائل مکمل کيدو نه پس د درخواستونو په اړه مختصره فيصله اوکړه۔ عدالت اوویل چې د بلدیاتي په غیر سیاسي بنیاد کول غیرقانوني دي او دای یو غیر قانوي کار اوبلل، عدالت فیصله وکړه چې بلدیاتي ټاکنې دې د سیاسي جماعتونو په بنیاد وشي چې د قانون او آیین نه سرغړونه و نه شي.
عدالت څیړنه وکړه چې بلدیاتي ټاکنې د سیاسي جماعتونه په بنیاد نه کولو سره د آیین آرټیکل ۱۷ نه سرغړونه ده.

Leave a reply