د نهم او یوولسم ټولګي زده کوونکو نه به هم امتحان واخستل شي: د پیښور بورډ اعلان

0
126

باغي ټي وي رپورټ
د پيښور تعليمي بورډ د نهم او يوولسم کال زده کوونکو لپاره د خصوصي امتحانونو کولو فيصله هم کړې ده۔ ډپټي کنټرولر بورډ آف انٹرميډيټ اينډ سیکنڈري ايجوکيشن پیښور وایی چې د هغو زده کوونکو لپاره ی د خاص امتحان اعلان کړے دے کومو چي تيارئي مکمل نه وو۔

ډپټي کنټرولر عالم زیب وینا ده چې د نهم او یوولسم ټولګي لپاره به د خاص امتحانونو شیډول ډیر زر جاري شي او پلان شوې ده چې د دسمبر په دیارلسمه به ځانګړي امتحانونه ترسره شي.

د يادونې وړ ده، چې د لسم او دولسم ټولګيو ځانګړې ازموينې به د ۲۵ نومبر نه پیل شي، هغوی ووئيل چې د پېښور تعليمي بورډ دا پلان جوړ کړې دې چې زده کوونکې کولې شي چې د د امتحاني نمبرو زیاتولو لپاره امتحان ورکړي او خپلې امتحاني نمبرو کښې په امتحان ورکول سره اضافه وکړي.
نوموړی زیاتوي چې که یو زده کوونکي خپلې نمبرې په امتحان کښې زیاتې نه کړۍ شي نو د هغوی پخوانۍ اخستل شوي نمبرې به نه متاثره کیږي.

Leave a reply