د خیبر پښتونخوا د ۲۱ کالو نه کم د ښځینه لوبغاړو د لوبو شیډول جاري شو

باغي ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا ډائريکټر جنرل آف سپورټس تر سيوري لاندې د ۲۱ کالونه کم د ښځینه لوبغاړود لوبو لپاره د شيډول اعلان کړے شوے دے، په دې لوبو کښې به د زناه لوبغاړو مقابلې د دسمبر په ۲ دویمه پیل شي.
د ډایریکټر جنرل سپورټس خیبر پښتونخوا اسفندیار خټک په مشرې کښې د یوې لوی غونډې نه پس دا شیډول جاري شوې دې، په دې غونډه کښې د بیلا بیلو سپورټس دفترونو او د ضلعي سپورټس مشرانو او نمایندګانو شرکت وکړو.
د غونډې وروستو ميډيا سره خبرو كښې ډي جي سپورټس اسفنديار خان خټك اوويل چې د خېبرپښتونخوا انډر 21 گیمز زنانه لوبغاړي به په والی بال، نېټ بال، اتھلېټكس، ټګ آف وار، بیډمنټن، ټېبل ټینس او کرکټ كښې برخه اخلي، دوی زیاته کړه چې د لوبغاړو ډیټابیس موجود دې۔
خټک اوویل چې لوبغاړو ته به د منظور شوي سکیم لاندې انعامونه ورکړل شي، هغه لوبغاړي چې په لوبو کې مډلونو وګټي او د ښې کارکردګې مظاهره وکړي نو دې لوبغاړو ته به میاشتنی وظیفه ورکول کیږي.
د ۲۱ کالو نه کم لوبو اولنی پړاؤ په پای کښي به د قبائلی ضلعو لوبو هم پیل شي ، په دې لوبو کښې به د قبایلی سیمو په زرګونو شمیر کښې لوبغاړي او ځوانان برخه واخلي.
خټک زیاته کړه چې خیبرپښتونخوا یوازینی صوبه ده چرته چی 1200 مډال ګټونکی لوبغاړو ته میاشتنی وظیفه ورکول کیږی. هغه وويل چې حکومت غواړي چې ځوانان د سپورټس او لوبو طرف ته راولي چې دوی په مثبت کارونو کښې بوخت کړي او ددوی صحت ښه شی چې د قام او ملک لپاره کار وکړي.






