د جمرود په شاکس سیمه کښې د وړې جینې مرګ

0
164

باغي ټي وي رپورټ
په پیښور کښې د یو افغان تن د نیول کیدو نه روسته ددې تن یوه وړوکې لور مړه شوي ده، د کور واله ی تور لګوي چې دا ماشومه د پلار د نیولو د غمه په حق رسیدلې ده ولې پولیس د تور ردوي او وایی دوی دا تن په کیس کښې ګرفتار کړې دې.

په رسنیو کښې چاپ شوي یو رپورټ مطابق د ماشومې د خپلوانو له طرف نه احتجاجي مظاهره وشوه او د ماشومې مړې ی هم په سرک ایښې وو او تور یې پورې کړو چې د پلار د نیول کیدو په وجه دا ماشومه مړه شوې دې .
بل طرف ته ، د رپورټونو مطابق پولیس دا تور رد کړې دې او پولیس وایی چې دا تن ی په یو کیس کښې نیولې دې، تیره ورځ د په پیښور کښې د کارخانو مارکیټ نه یو افغان تن قاري احسان پولیسو ګرفتار کړو او حیات آباد تهانې ته ی بوتلو چې بیا روسته ی وړه ماشومه لور په حق ورسیده.
د قاري احسان د خپلوانو له طرف نه احتجاج هم وشو، د خپلوانو ی بیان دې چې قاری احسان په کوم جرم کښې نه دې ککړ او په کارخانو کښې د موبایل کاروبار کوي.

Leave a reply