هند په قبضه شوي کشمیر کښې ۵ پینځه زره نورو فوځیانو ګمارلو پلان لري
باغي ټي وي رپورټ
د هندوستان حکومت او فوځ په جمو کشمیر کښې د ۵ پینځه زره نور فوځیانو ګمارلو فیصله کړي دې، د هند دا فیصله په داسې وخت کښې شوې ده چې د هند د فوځ له اړخه قبضه شوي کشمیر کښې د اول نه د هند په لکونو فوځیان او پولیس موجود دي.
په ورځپانړه نوای وقت کښې د چاپ شوي یو رپورټ مطابق د هند له خوا قبضه شوي کشمیر کښې د هند فوځ په سلګونو فوځي کیمپونه او د پولیسو پوستې جوړې کړي دي.
د رپورټ مطابق د هند حکومت په کشمیریانو باندې د ظلم زیاتولو او دبا اچولو لپاره یو بله اداره هم جوړه کړې ده، د چاپ شوی رپورټ مطابق په قبضه شوي کشمیر کپواړه سیمه کښې د یو ډیر عمر کشمیري مړې هم موندل شوې دې.
د یادونې د چې نن په مقبوضه کشمیر کښې د هند د حکومت له طرف نه لګول شوي کرفیو ۸۲۱ ورځ ده، په کال ۲۰۱۹ د ۵ اګست نه کله چې د هند حکومت د کشمیر آزاد او خپلواک حیثیت د صدارتي حکم په ذریعه ختم کړو، د هند فوځ او حکومت د طرف نه په دې سیمه کښې ګرځبندیز لګیدلې دې او د ۱۲ ملیونو نه زیات کشمیري مسلمانان د هند فوځ له اړخه په کورونو کښې زنداني شوي دي.
څرګنده دې وی چې پاکستان د کشمیر په اړه دا دریځ دي چې د کشمیر ستونزه دې د ملګري ملتونو د پاس شوي قرارداد مطابق هواره شوي، ملګري ملتونو کشمیري اولس له حق ورکړې دې چې دوی دې د راې او ووټ په ذریعه فیصله وکړی چې هغوی هند سره شاملیدل غواړی او که پاکستان سره، خو تر نن پوری په کشمیري مسلمانانو د هند فوځ له طرف نه په کشمیري مسلمانانوظلم او زورزیاتې جاري دي او هند حکومت او فوځ له اړخه دوی له د آزادۍ او خپلواکي حق نه ورکوي.