د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د ۲۰۲۴م کال د عامو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو معلومات خپاره کړي دي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د ۲۰۲۴م کال د عامو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو معلومات خپاره کړي دي.
د اليکشن کميشن ترمخه د قامي اسمبلۍ د 266 جنرل سيټونو لپاره 5 زره 121 اميدواران په ميدان کې دي، چې پکې 4 زره 807 نارينه او 312 ښځينه اميدواران دي، د قامي اسمبلۍ جنرل څوکيو لپاره به دوه نرښځيان هم سيالي کوي۔
د ټاکنو کمېسیون وايي، د ملي شورا په عمومي څوکیو کې د خپلواکو نوماندانو شمېر ډېر دی.
په عمومي څوکیو به د مختلفو سیاسي ګوندونو په ټکټونو کې د ۱۷۸۰ نارینه او ۹۳ ښځو په ګډون ۱۸۷۳ کاندیدان وي.
د قامي اسمبلۍ په انتخاباتو كښې به 3 زره 248 كانديدان د آزادو كانديدانو په توګه برخه اخلي، چې په آزادو كانديدانو كښې 3 زره 27 سړې، 219 ښځې او دوه نرښځي شامل دي۔





