د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د باني عمران خان خلاف د سایفر مقدمې په ټرایل باندې حکم امتناع ختم شوے دے

0
145

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د باني عمران خان خلاف د سایفر مقدمې په ټرایل باندې حکم امتناع ختم شوے دے۔

د دسمبر په 14مه نېټه د اسلام آباد هائي کورټ جسټس ميا ګل حسن اورنګزېب د ټرائل کورټ لخوا د سيفر په کيس کښې د ان کیمرې مقدمې د حکم په ضد د پي ټي آئي د باني د درخواست اورېدنه وکړه.

اټارني جنرل منصور عثمان اعوان عدالت ته باور ورکړو چې د ډيسمبر په ١٤مه نيټه به د سيفري مقدمې کارروائي پيل کړي، چې وروسته د اسلام اباد هائيکورټ جسټس ميا ګل حسن اورنګزيب حکم ختم کړو.
د اورېدنې په مهال جسټس ميا ګل حسن اورنګزېب له اټارني جنرل څخه پوښتنه وکړه چې د سيفرې مقدمې اسناد چرته دي؟ په دې اړه منصور عثمان په ځواب کې وويل چې ريکارډ راغلى دى، يواځې د شمېرنې کار روان دى، لږ وخت کې به وړاندې شي.

د تحريک انصاف باني وکيل سلمان اکرم راجا دليل ورکړو چې د ١٤م دسمبر د حکم نه پس دې کارروائي ختمه کړل شي، هغه وئيلي دي چې د ١٤م دسمبر حکم صحیح نه وو.

Leave a reply