پاک افغان جاینټ چیمر آف کامرس پلاوي د ضلع خیبر ډپټي کمشنر سره لیدلي

باغي ټي وي رپورټ
تیره ورځ د پاک افغان د سوداګرۍ او صنایعو خونې (PAJCCI) کووآرډینیټر ضياء الحق سرحدي په مشرۍ کښې یو څلور کسيز پلاوي غړیو د ضلع خیبر ډپټي کمشنر ثناءالله خان سره وليدل۔
د خېبر ډپټي کمشنر ثناالله خان د سوداګرو دې پلاوي سره کتنې په مهال اوویل چې حکومت د تاجرانو په اسانتياوو باور لري او د موجوده سخت اقتصادي صورتحال په نظر کښې نيولو سره په صوبه کښې د تجارت د ودې لپاره هر ممکنه ګامونه پورته کول د وخت یوه مهمه اړتیا ده.
د ملاقات په مهال سوداګرو په تورخم زیرو پواینټ باندې د ایکسپورټ ټرکونو او سوداګرو سره د ناروا چلند او دوی څخه غیرقانوني پیسو اخستلو ستونزې ور په ګوته کړې.
په دې موقع د پاک افغان جاینټ چیمبر کوآرډینیټر ضیاء الحق سرحدی اوویل چې پخوانۍ فاټا کښې به پولیټیکل ایجنټ خیبر ټرکونو ته د ۵ پینځو زره (پرمټ) جاری کولو چې دا به په قومي خزانه کښې جمع کیدلو. د سوداګرو اتحادیی غړیو د پرمټ هغه پخوانۍ نظام بحالولو غوښتنه وکړه. دا غوښتنه ی هم وکړه چې د ټرک مالکانو څخه دې د ناقانونه پیسو اخستل لړۍ هم بنده کړې شي.
په دې موقع د خیبر ضلعې ډي سي سوداګرو ته باور ورکړو چې اړوند چارواکو ته به لارښوونه وکړي چې د سوداګرو ته هر ممکن اسانتیاوې ورکړي.






