د ترهگرۍ ضد عدالت د نهم مئ په کيسونو کې د پي ټي آئي باني عمران خان جوډيشل ريمانډ منظور کړو

0
178

باغی ټي وي رپورټ
د ترهگرۍ ضد عدالت د نهم مئ په کيسونو کې د پي ټي آئي باني عمران خان جوډيشل ريمانډ منظور کړو.

د راولپنډۍ د ترهګرۍ ضد عدالت جج ملک اعجاز د مې په نهمه اډياله جيل کې د پي ټي ايي د بنسټګر پر ضد د ۱۲ قضيو اورېدنه وکړه، چې د عمران خان په استازيتوب يې وکيل ملک فيصل او شهباز کهوسه حاضر شول.

د اورېدنې په مهال پوليسو د عمران خان د ۳۰ ورځو جسماني ريمانډ غوښتنه کړې وه چې عدالت رد کړې وه.عدالت د مې په نهمه نېټه عمران خان ته په ۱۲ مقدمو کې د ۱۴ ورځو جوډيشل ريمانډ ورکړو.

Leave a reply