په خیبرپښتونخوا کښې پرمختایی کارونه جاري دي: محمود خان
باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان په خپل ټویټر پانړه لیکلي دي چې په ټوله صوبه کښې د عام اولس د فایدې لپاره او د ژوند اسانتیاوو لپاره پرمختایی کارونه جاري دي.
په خبر کښې لیکلي چې صوبې په کرک ضلع کښې د ۳۸ کلومیټره سرک جوړولو باندې کار پیل شوې دې او ډیر زر به دا کار مکمل شی چې خلقو ته به ډیره ګټه ورسي.
په رپورټ کښې وایی چې وزیر اعلی په ټوله صوبه کښې د هرې یوې سیمې یو شان ترقي او خوشحالي غواړي او د ټولو سیمو د پرمختیا او د خوشحالۍ ی پخه اراده کړې ده.
یاده دې وی چې څو ورځې وړاندې هم وزیراعلی په صوابۍ کښې یوې عوامي لوي غونډې ته په وینا کښې ویلي وو چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت په ملک کښې ترقي او خوشحالي راوستلي او په دې هیواد کښې چې وس کومه د ګرانۍ ستونزه پیدا شوې ده ، دا هم د پخواني حکومتونو د ناسمو پلانونو له وجهې مخې ته راغلې ده.
وزیر اعلی خیبر پختونخوا @IMMahmoodKhan کا عزم ۔۔ صوبے کے تمام اضلاع کی یکساں ترقی۔
خیبر پختونخوا کے پسماندہ ترین علاقوں میں ریکارڈ ترقیاتی کام جاری ۔۔
ضلع کرک میں 38 کلومیٹر گرگری روڈ پر تعمیراتی کام تیزی سے جاری۔5 کلومیٹر پر اسفلٹ ورک مکمل ۔ منصوبے کا کل تخمینہ لاگت 62 کروڑ pic.twitter.com/OFZ8sLNgSm— KP News (@KPNewsUpdates) November 2, 2021