د خیبر پښتونوخوا وزیرانو د څوکیو سوګند پورته کړو

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په ګورنر هاؤس پيښور کښي د نویو څوکیو لپاره ټاکل شوي صوبائي وزيرانو د سوګند پورته کولو دستوره اوشوه، په دې دې دستوره کښې د پي ټي آی صوبایی مهمه مشرانو او غړو برخه واخسته.
د صوبائي اسمبلۍ غړو کامران بنګش او ارشد ايوب د صوبائي وزيرانو په توګه حلف پورته کړو، د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان د کامران خان بنګش او ارشد ایوب خان نه سوګند واخستو او دغه شان دې دواړو مشرانو په نوې څوکیو باندې کارپیل کړو.
د سوګند پورته کولو په دې دستوره کښې صوبایی لوړپوړي چارواکو برخه واخسته، په ګورنر هاؤس پيښور کښې د سوګند پورته کولو په دستوره کښې د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان، صوبائي وزيرانو شوکت يوسفزئ، اشتياق ادمر، ډاکټر امجد، انور زيب او د صوبائي اسمبلۍ غړو ګډون اوکړو۔
په دوی موقع نوي ټاکل شوو وزیرانو کامران بنګش او ارشد ایوب اوویل چې دوی به د عام اولس خدمت وکړی او د حکومتي او د پارټۍ د منشور لاندې به کار وکړي.
…………………………………………………….






