د مودي حکومت پاکستان په ضد بې بنیاده پروپیګنډو بازار ګرم کړی دی
باغی ټي وي رپورټ
په داسې وخت کښې چې په هند کې ټاکنې نږدې کیږي، د مودي حکومت پاکستان په ضد بې بنیاده پروپیګنډو بازار ګرم کړی دی.
په پاکستان کې د هند پخوانی هائی کمشنر اجی بساریا د مودي د حکومت د پروپاګند برخه شوه او په یوه مرکه کې یې د پاکستان د هوايي ځواک عملیات سویفټ ریټورټ د مودي بریا وبلله.
اجی بساریا وویل چې د نندن له نیول کیدو وروسته د مودي حکومت پریکړه کړې وه چې پر پاکستان ۹ توغندي وتوغوي او د پاکستان لومړي وزیر مودي ته څو ځله ټیلیفون وکړ خو مودي ځواب ورنه کړ.
د هند د پروپاګند په اړه شنونکي وايي چې دا مهال د هند د تبلیغاتو موخه په ټاکنو کې د خلکو د خواخوږۍ ترلاسه کول دي، د مودي حکومت په تېرو وختونو کې هم درواغجنې ادعاوې وکړې او د نړیوالو رسنیو او کارپوهانو له خوا یې د دروغو ادعاوې افشا شوې او د پاکستان پر ضد دا پروپاګنډ ی ناکامه کړي دي.