عمران خان بلې حلقې څخه هم نااهله ګرځول شوې دې

0
173

باغی ټي وي رپورټ
د لاهور نه وروسته اليکشن ټريبيونل د ميانوالي نه د پي ټي آئي باني هم په انتخاباتو کښې د ګډون لپاره نااهله ګرځولي دي۔

د پي ټي آئي باني عمران خان د اين اے 89 ميانوالي نه د نامزدګي کاغذونه ريټرننګ افسر مسترد کړے وو د کوم په ضد چي هغه ټريبيونل کښي اپيل دائر کړے دے۔

د راولپنډۍ هائي کورټ بنچ اليکشن ټريبيونل جج جسټس چوهدري افضل د عمران خان د اپيل اوريدنه وکړه په کوم کې چې د پي ټي آئي مشر علي ظفر دليل ورکړو په داسې حال کې چې ټريبيونل د جنورۍ په اوومه نيټه د اپيل په اړه خپله فيصله محفوظ کړې وه.

الیکشن ټربیونل نن د این اے 89 میانوالی نه د عمران خان د نامزدگی کاغذونو مسترد کیدو خلاف اپیل مسترد کړے دے او الیکشن ټربیونل ئي د انتخاباتو لپاره د نااهل کولو آر او فیصله برقراره ساتلې ده.

له دې وړاندې الېکشن ټربيونل د پي ټي آئي باني عمران خان هم د لاهور اين اے 122 نه د انتخاباتو نه د نشې کولو اعلان کړے دے۔

عمران خان په عامو انتخاباتو کې د ګډون لپاره د قامي اسمبلۍ درې حلقو څخه د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي وو چې پکې د این اے 122 لاهور، این اے 89 میانوالی او اسلام آباد شامل وو خو الیکشن ټربیونل هغه د دوه حلقو نه نااهله ګرځولې دې.

Leave a reply