د پي ټي آئي مشر شاه محمود قرېشي د نامزدګۍ کاغذونه مستردولو پریکړه په هائي کورټ کښې چيلنج کړې

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي مشر شاه محمود قرېشي د نامزدګۍ کاغذونه مستردولو په هائي کورټ کښې چيلنج کړے دے۔
د تحريک انصاف د وائس چيئرمېن شاه محمود قريشي د پي پي 218، اين اے 151 او 150 کاغذونه مسترد کړل شوي دي۔
شاه محمود قريشي د دريو حلقو نه د کاغذونو مسترديدو په ضد لاهور هائي کورټ ته رجوع کړي ده۔
د لاهور هائي کورټ جسټس علي باکر حنفي په مشرۍ کښې به درې کسيزه فل بينچ به د شاه محمود د ريټ اوريدنه کوي۔






