الیکشن ټربیونل د پي ټي آئي مشر عمر ایوب ته په انتخاباتو کښې د ګډون اجازه ورکړې ده

0
127

باغی ټي وي ربورټ
الیکشن ټربیونل د پي ټي آئي مشر عمر ایوب ته په انتخاباتو کښې د ګډون اجازه ورکړې ده.

ريټرننګ افسر د اين اے 18 هري پور نه د تحريک انصاف د مشر عمر ايوب د نامزدګۍ کاغذونه مسترد کړي وو د کوم په ضد چې هغه اليکشن ټريبيونل کښې درخواست جمع کړے وو۔

اليکشن ټربيونل د اين اے 18 نه د عمر ايوب په ضد د بابر نواز د درخواست سماعت کړے وو په کوم کښې چې دواړو د يو بل په ضد خپل اعتراض واپس کړے دے۔
د اعتراضونو د ختمولو وروستو اليکشن ټريبيونل د دواړو کانديدانو اسناد منظور کړل چې په نتيجه کې يې د اين اے 18 نه په انتخاباتو کې د ګډون اجازه ورکړه.

Leave a reply