شاه رحمان شینواری د لنډي کوتل پریس کلب صدر په توګه وټاکل شو

باغی ټي وي رپورټ
د لنډیکوټل پریس کلب کلنۍ ټاکنې پای ته ورسیدې، شاه رحمان شینواری د لنډي کوتل پریس کلب صدر په تو په توګه وټاکل شو.
د کال ۲۰۲۴ د ټاکنو لپاره جوړې شوې کمیټۍ چيئرمېن راحت شينواري د لندې کوتل پريس کلب د کلنو ټاکنو د اعلان په مهال وويل چې په 2024م کې شاه رحمان شينواری د صدر په توګه رای ګټلې دي او عمر شينواری د جنرل سيکرټري په څوکۍ بغیر د مقابلې منتخب شوې دې.. چيئرمېن ووئيل چې ټول 20 ووټونه اچولې شوي چې پکښې 17 ووټونه شاه رحمان ته او دوه ووټونه مخالف ته ولویدل او يو ووټ مسترد شوې دې۔
د ټاکنو په ورځ سیاسي او یو شمیر سماجي مشرانو د څارونکو په توګه د ټاکنو بهیر له نږدې وکتل او په ټاکنو کښې د خوښې او اطمینان څرګندونه وکړه.
په دې موقع نوي ټاکل شوي صدر اوویل چې دده نوې منخب شوې کابینه به هڅه وکړي چې د پریس کلب تعمیر ته عملي شکل ورکړي، زیاته ی کړه چې اړوند چارواکو سره به د نزدې اوګورې چې د پریس کلب ودانۍ زر جوړه شي.
د ټاکنو کمیټۍ مشر د نوې صدر د ټاکنې رسمي مراسله هم جاري کړه.