سېنېټ په متفقه توګه په ملک کې د فبرورۍ په اتمه نېټه د عامو انتخاباتو د ځنډولو قرارداد منظور کړی دی

0
149

باغی ټي وي رپورټ
سېنېټ په متفقه توګه په ملک کې د فبرورۍ په اتمه نېټه د عامو انتخاباتو د ځنډولو قرارداد منظور کړی دی.

سېنېټر دلاور خان د عامو انتخاباتو د ځنډولو قرارداد وړاندې کړی چې پکې ویل شوي چې په اکثرو سیمو کې سخته یخنۍ ده چې له امله یې دغو سیمو ته په انتخابي عمل کې برخه اخیستل ګران دي.
دلاور خان وويل د جے يو آئي ايف په غړو اؤ محسن داوړ هم بريدونه شوي، په خيبرپښتونخوا اؤ بلوچستان کې په امنيتي ځواکونو بريدونه شوي دي اؤ ايمل ولي هم انديښمن دى.

سينيټر دلاور خان وويل دانتخاباتي جلسو په مهال داستخباراتي ادارو لخوا دترهه گرۍ الرټ موجود دي، دسينټ په اليکشن کميشن باور لري.

د مسلم ليګ (ن) سينيټر افنان الله د قرارداد مخالفت وكړو او ويې ويل چې زه د سناتور دلاور خان دلايل درست كول غواړم، په هېواد كښې امنيتي حالات ښه نه دي خو په 2008ء او 2013ء كښې حالات خراب وو نو انتخابات وځنډول شي۔ هېڅکله به ټاکنې نه کېږي.

د نګران اطلاعاتو وزير او د (ن) ليګ سناتور افنان الله مخالفت وکړ
افنان الله وويل، چې ايا بريتانيا او امريکا د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال ټاکنې وځنډولې، هوا يې د عذر په توګه کارولې، ټاکنې دوه ځلې د فبرورۍ په مياشت کې وځنډول شوې.

Leave a reply