د پاکستان تحریک انصاف وائس چیرمین شاه محمود قریشي او د هغه د زوی زین قریشي د نامزدګۍ کاغذونه منظور کړل شوي دي

0
153

باغی ټي وي ربورټ
الیکشن ټربیونل د قامي اسمبلۍ حلقه این اے 214 نه عمرکوټ نه د پاکستان تحریک انصاف وائس چیرمین شاه محمود قریشي او د هغه د زوی زین قریشي د نامزدګۍ کاغذونه منظور کړي دي.

د عمرکوټ نه د شاه محمود قريشي او زين قريشي د نامزدګۍ کاغذونه مسترد کولو ريټرننګ افسر فيصله د الېکشن ټريبيونل جج جسټس عدنان الکريم چيلنج کړې ده۔

الیکشن ټربیونل د شاه محمود قریشي او زین قریشي اپیلونه منظور کړي او د این اے 214 عمرکوټ نه د دواړو د نامزدګۍ کاغذونه منظور کړي دي.
اليکشن ټربيونل هم د ريټرننګ افسر د فيصلې خلاف حليم عادل ته د اين اے 238 نه د ټاکنو د پاره د کښېنستو اجازت ورکړے وو او د اين اے 241 نه د پيپلز پارټۍ اميدوار مرزا اختر بيګ ته په مشروطه توګه د انتخاباتو اجازت ورکړے شوے دے۔

د عمران خان، شاه محمود، اختر مینګل، شیخ رشید په ګډون د یو شمېر مشرانو د نامزدګۍ کاغذونه رد کړل شوي
جسټس عدنان الکريم ميمن وويل که ددوه شهريت ختم شو نو حلف نامې دې جمع کړو، که حلف نامې غلط ثابتې شي نو دانتخاباتو ګټلو وروستو به بري لغوه کيږي.

ټريبيونل د اين اے 241 نه د پي ټي آئي اميدوار ارسلان خالد اپيل هم منلې او هغه ته ئې په انتخاباتو کښې د ګډون اجازه ورکړې ده۔

Leave a reply