د بلوچستان په آواران ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ۵ ترهګر وژل شوي دي

0
90

باغی ټي وي رپورټ
د بلوچستان په آواران ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ۵ ترهګر وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ISPR ویلي، امنیتي ځواکونو د آواران په مشکۍ سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات کړي دي.

د آئي ايس پي آر ترمخه د عملياتو په مهال د سکيورټي فورسز او ترهګرو ترمينځه د ډزو تبادله شوې ده، د ډزو په تبادله کښې پنځه ترهګر وژل شوي دي.د فواید عامې وزارت د معلوماتو له مخې، د ترهګرو له پټنځای څخه د وسلو، مهماتو او چاودېدونکو توکو یوه زېرمه کشف او له منځه وړل شوې ده.
د آئي ايس پي آر ترمخه په سيمه کښې د نورو ترهګرو د له مينځه وړلو لپاره د پاکسان عمليات روان دي، امنيتي ځواکونه د بلوچستان د امن او ثبات د سبوتاژ کولو کوششونه ناکامه کولو عزم لري.

Leave a reply