د مسلم ليګ (ن) صدر او پخواني وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د فرورۍ په اتمه به ولس فيصله کوي چې څوک تخريب کوونکى او څوک د پاکستان معمار دى

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ن) صدر او پخواني وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د فرورۍ په اتمه به ولس فيصله کوي چې څوک تخريب کوونکى او څوک د پاکستان معمار دى.
شیخوپوره کې انتخابي جلسې ته د وینا پر مهال شهباز شریف وویل، موږ پاکستان له دیواله ژغورلی، که ریاست بچ شي، سیاست به هم خوندي شي.
د مسلم ليګ (ن) صدر وويل د فرورۍ د اتمې انتخاباتو عام انتخابات نه دي، کله چې خلک ووټ ورکوي نو بايد د هغه ګوند د مشر ماضي هم وګوري چې دوي ته ووټ ورکوي.
شهباز شريف وويل د نهم مئ پيښه زړه بوږنوونکې وه، نواز شريف د خپلې لور د نيولو وروستو د کورک کمانډر هاوس د بريد کولو خبره نه وه کړې.
هغه وویل چې ولس باید پریکړه وکړي چې څوک تخریب کوونکی او څوک د پاکستان معمار دی. که ولس نواز شریف د فبرورۍ پر اتمه لومړی وزیر جوړ کړي، موږ به د خپل ژوند لپاره مبارزه وکړو.






