د پاړه چنار په سده بازار کښې بریدګرو پيښور ته تلونکې په ګاډې حمله کړې ده

0
56

باغی ټي وي رپورټ
د پاړه چنار په سده بازار کښې بریدګرو پيښور ته تلونکې په ګاډې حمله کړې ده چې پکښې يو مسافر ژوبل شوې دې ولې ملزمان په وين کښې سوار مسافرو باندې د ډزو کولو نه پس تښتيدلي دي۔

د پوليس ترمخه ملزمانو د پاړه چنار د صدا بازار سره نزدې په بائ پاس سړک ډزي کړي چې له وجې ئي د ګاډي کړکۍ او ټائرونه پنکچر شوي دي۔

په ډزو کې یو مسافر هم ټپي شوی دی.

کله چې تورن کسان د وین پر لور روان شول، په وین کې سپاره مسافر پرې ډزې وکړې چې له امله یې بریدګر وتښتېدل.
دپوليسو ترمخه دغه مسافروړونکي وين دپيښور څخه پاړه چنار ته روان وؤ چې دپيښې وروستو دپلټنو په مهال څلور شکمن کسان نيول شوي اؤ دپيښې پلټنې روانې دي.

ياده دي وي چي درې ورځي وړاندي هم هنګو سره نزدې پاراچنار ته روان بس باندي د ډزو په پيښه کښي دوه کسان مړه او څلور ژوبل شوي وو۔

Leave a reply