په بنو کښي يو کالعدم تنظيم د جينکو په يو سکول حمله کړي او يو سائنس ليبارټري ته ئي اور ورته کړے دے

باغی ټي وي رپورټ
په بنو کښي يو کالعدم تنظيم د جينکو په يو سکول حمله کړي او يو سائنس ليبارټري ته ئي اور ورته کړے دے۔
د پوليس وينا ده چي پيښه تيره شپه د بنو تحصيل ميران کښي رامخي ته شوي ده چرته چي شرپسندانو په ګورنمنټ ګرلز هاير سيکينډري سکول ممبتي بارکزئي کوټکا باندي حمله کړي ده او د سکول د سائنس ليبارټري ټول سامان ئي سوزولي دي۔
وسله والو له ښوونځي څخه د سولر فابریکه او نور وسایل هم له ځانه سره وړي او ګواښ یې کړی چې که ښوونځی پرانستل شي ناوړه عواقب به ولري.
ياده دي وي چي د ژمي د رخصتيو له وجي سکولونه تړلي شوي وو د ډي پي او بنو ترمخه تيره ورځ هم شرپسندانو په بارودي موادو ٢١ سکولونو ته نقصان رسولي دے۔





