د پاکستان د عامو انتخاباتو لپاره د پاکستان د تحریک انصاف د بنسټګر عمران خان او یو شمېر نورو مشرانو د نامزدګۍ کاغذونه رد شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د عامو انتخاباتو لپاره د پاکستان د تحریک انصاف د بنسټګر عمران خان او یو شمېر نورو مشرانو د نامزدګۍ کاغذونه رد شوي دي.
د لاهور او ميانوالي نه د پي ټي آئي باني د نامزدګۍ کاغذونه مسترد کړي شوي دي۔ د لاهور په حلقه این اے 122 او این اے 89 میانوالی نه د عمران خان د نامزدګۍ کاغذونه مسترد شوی دی.
د رېټرننګ افسر اين اے 122 له مخې د پي ټي آئي باني د نامزدګۍ کاغذونه مسترد کړې شوي دي ولې رېټرننګ افسر 89 کفايت الله وويل چې د اين اے 89 نه د پي ټي آئي باني د نامزدګۍ کاغذونه د ګڼو اعتراضونو له وجې مسترد شوي او کاغذونه د نااهلۍ او سزا په وجه مسترد شوي دي۔
د اين اے 122 نه د پي ټي آئي باني او خرم لطيف کهوسه پشمول د 11 اميدوارانو کاغذات مسترد کړے شوي دي۔
د شاه محمود، د هغه د زوی او لور اسناد رد شول
د پي ټي آئي د وائس چيئرمېن شاه محمود قريشي د قامي اسمبلۍ درې او د صوبائي اسمبلۍ يوې حلقې نه د نامزدګۍ کاغذونه مسترد کړې شوي دي۔
د دې نه علاوه د اين اے 150 او 151 نه د هغه د زوې زين قريشي او لور مهر بانو د نامزدګۍ کاغذونه مسترد کړې شوي دي۔






