په غزه کښې د اسراييلي پوځ د استوګنې پر سيمو د سختو بمباريو له امله ۲۵۰ تنه نور فلسطينيان شهيدان شول

باغی ټي وي ربورټ
په غزه کښې د اسراييلي پوځ د استوګنې پر سيمو د سختو بمباريو له امله ۲۵۰ تنه نور فلسطينيان شهيدان شول.
د بهرنيو رسنيو د راپورونو له مخې، په غزه کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د اسراييلو په بمباريو کې سړکونه ويجاړ شوي، په داسې حال کې چې امبولانسونه د ټپيانو په رسولو کې له سختو ستونزو سره مخ دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، اسرائیلي پوځیانو د دوشنبې په ورځ د مقزي د کډوالو په کمپ بمباري وکړه، چې په پایله کې یې ۷۰ فلسطینیان شهیدان شوي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو په بمباریو کې ۲۵۰ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د اکتوبر له اوومې راهیسې د اسرائیلو په بمباریو کې د شهیدانو شمېر ۲۰ زره ۶۷۴ تنو ته رسېدلی او ۵۴ زره ۵۳۶ فلسطینیان ټپیان شوي دي.
د بله پلوه د فلسطین مقاومت د غزې په جګړه کې د یو لوی په ګډون ګڼ شمیر اسراییلي سرتیري وژلي او په لسګونو اسراییلي پوځي وسایط يي ویجاړ کړي دي.
د راپورونو له مخې په لوېدیځه غاړه کې د اسراییلي ځواکونو په عملیاتو کې ۳۵ فلسطینیان نیول شوي دي.
په عین حال کښې د اسرائیلو لومړی وزیر یو ځل بیا د غزې د جنګ د دوام ګواښ کړی دی په داسې حال کښې چې حماس له نړیوالې جنایی محکمې څخه د صهیونیسټی جنګی جنایتونو د حساب ورکولو غوښتنه کړې ده.
د راپورونو له مخې، د اشغال شوي فلسطین د مقاومت سازمانونو حماس او اسلامي جهاد د اوربند لپاره له غزې څخه د وتلو لپاره د مصر وړاندیز رد کړ.






