روسیې د اوکراین د مهم ستراتیژیک ښار د نیولو ادعا کړې ده

0
86

باغی رپورټ
روسیې د اوکراین د مهم ستراتیژیک ښار د نیولو ادعا کړې ده.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د اوکراین د میرنکا نیول شوې سیمه د دونیتسک په څنډه کې ده چې د روسیې برخه ده.
په راپور کې راغلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي دي چې دښمن په شا تمبول شوی دی او د دې فرصت شتون لري چې په سیمه کې پرمختګ وکړي.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، له بلې خوا د اوکراین پوځ د مارینکا د نیولو په اړه د روسیې ادعا رد کړې او د پنځو روسي پوځي الوتکو د غورځولو ادعا یې هم کړې ده.

خو روسي چارواکو تر اوسه د اوکراین له خوا د پنځو پوځي الوتکو د غورځولو خبره نه ده تایید کړې.

Leave a reply