تحريک انصاف د انتخابي نشان مقدمې په اړه د اليکشن کميشن فيصلې خلاف پيښور هائي کورټ ته د رجوع کولو فيصله کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
پيښور: تحريک انصاف د انتخابي نشان مقدمې په اړه د اليکشن کميشن فيصلې خلاف پيښور هائي کورټ ته د رجوع کولو فيصله کړې ده۔
د تحريک انصاف مرکزي وياند معظم بټ جيو نيوز سره خبرو کې وئيلي دي چې د اليکشن کميشن لخوا د انتخابي نشانونو د ختمولو په ضد به سبا پيښور هائي کورټ ته ځي او د مقدمې په اړه ئې درخواست تيار کړی دی.
معظم بټ وويل هڅه به وشي چې سبا د درخواست اورېدنه وشي، په درخواست کې د الېکشن کمېشن د پرېکړې د لغوه کولو غوښتنه شوې او په درخواست کې ويل شوي چې اليکشن کمېشن غير قانوني پرېکړه کړې ده.
د پي ټي آئي مرکزي وياند وئيلي دي چي د يو غير متعلقه کس په غوښتنه د انتخابي نشانو نه اخستل غيرقانوني دي۔
ياده دي وي چي تيره ورځ د پاکستان اليکشن کميشن د پاکستان تحريک انصاف نه د پارټي آئين مطابق انټرا پارټيز انتخاباتو نه کولو په حقله د بيټ نښان واپس اخستي وو۔
په دې وروستیو کې د پاکستان الیکشن کمیشن د آل پاکستان مسلم لیګ (اے پی ایم ایل) رجسټریشن منسوخ کړی او د عقاب انتخابی نشان یې هم واپس کړی دی.