په ​​ملک کې د امن او هماهنګۍ د ودې لپاره د مسيحي ټولنې د خدماتو اعتراف کوم: د پاکستان اولس مشر

0
205

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان اولس مشر عارف علوي وئيلي دي چې هغه په ​​ملک کې د امن او هماهنګۍ د ودې لپاره د مسيحي ټولنې د خدماتو اعتراف کوي.

صدر عارف علوي د کرسمس په موقع مسيحي ټولنې ته مبارکي ورکړې او وئيلي يې دي چې د حضرت عيسى عليه السلام د مينې، شفقت او امن تعليمات زمونږ لپاره يو څرک دے، مسيحي ټولنې د ملک په سماجي او اقتصادي پرمختګ کښې مهم کردار ادا کړے دے۔

اولس مشر ووئيل اسلام د اقليتونو حقونه په بشپړه توګه پېژني او تحفظ يې وركوي٬ په پاكستان كښې اقليتونو ټول سياسي٬ اقتصادي او اجتماعي حقونه لري٬ په هېواد كښې د امن او ورورولۍ د ودې لپاره د مسيحي ټولنې د خدماتو ستائنه كوي۔

Leave a reply